طالبانو ننګرهار کې د خوش نصيب په نوم يو ترانه ويونکی نيولی

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ننګرهار کې یو کس په دې تور نیولی چې ترانې یې د سندرو په بڼه ویلې.

دا خبره د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په خپل ټوېټر شنبه ناوخته لیکلې ده.

هغه زیاته کړې چې د خوش نصیب په نوم دغه کس ته څو واره سپارښتنه شوې وه چې ترانې د سندرو په طرز ونه وايي، خو بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکړی و.

مهاجر ویلي، خوش نصیب دمګړی نیول شوی او وروسته به د نورو اقداماتو په اړه رسنیو ته خبر ورکړل شي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته موسیقي او سندرې منع کړې او د ځینو راپورونو له مخې یو شمېر سندرغاړي او موسیقي غږوونکي بندیان او د ساز الې یې ور ماتې کړې.

طالبانو که څه هم موسیقي بنده کړې، خو ځینو سندرغاړو له هغې ډلې نغمې ویلي چې د طالبانو ترانه ویونکي اکثر د دې د سندرو کمپوزونه کاپي کوي او خپلې ترانې په‌کې وايي.