د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، هغه کسان به د تروریزم په تور محاکمه شي چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته په تاوتریخجنو اعتراضونو کې ښکېل وو.
شریف نن په خپلو څرګندونو کې همدا راز ژمنه وکړه چې هغه کسان به محاکمې ته راکاږل شي چې په لاهور کې یې د پوځ د یوې قول اردو د قوماندان د استوګنځي په سوځولو کې لاس درلوده.
شریف امنیتي چارواکو ته ۷۲ ساعته مهلت ورکړ څو په تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان ونیسي.
عمران خان چې د فساد په لسګونه قضیو کې تورن دی، د سې شنبې په ورځ د فساد ضد محکمې له خوا ونیول شو خو پلویانو یې په ټول پاکستان کې اعتراضونه پیل کړل.
نوموړی پرون جمعه د محکمې د حکم په اساس د دوو اوونیو لپاره په ضمانت خوشې شو، خو لا هم د تاوتریخوالي له پارونو نیولې تر فساد پورې په شاوخوا سلو نورو قضیو کې تورن دی.