د پاکستان پوځ: بلوچستان کې د شپږو پوځيانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پوځ نن وویل چې بلوچستان کې د شپږو پوځيان په ګډون ديارلس کسان وژل شوي دي.

د پوځ په بیان کې راغلې دي، په مسلم‌باغ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د جمعې په ورځ سهار وختي وسله‌والو برید وکړ او درې کورنۍ یې برمته کړې.

پوځ وایي، نن سهار یې سیمه تصفیه کړه او د تصفیوي عملیاتو پر مهال شپږ پوځیان او یو ملکي ووژل شول او د يوې مېرمنې په شمول شپږ تنه نور ټپیان شول.

د پوځ په بیان کې راغلي چې شپږ سره ترهګر د عملیاتو پرمهال وژل شوې دي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کې اکثر دا ډول بریدونه بېلتون غوښتونکي بلوڅان یا تحریک طالبان پاکستان وسله‌واله ډله کوي.