آی‌پي‌ایل؛ راشدخان یوځل بیا د توپ اچونکو د جدول په سر کې راغی

راشد خان

د هند د غوره لیګ لوبو یا آي پي ایل په بالرانو کې د راشدخان نوم یو ځل بیا د جدول په سر کې راغی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې څلور وېکټې واخیستې چې له دې سره اوس په دولسو ترسره کړیو لوبو کې دی درویشت ویکټې لري.

په ده پسې د هند د ملي لوبډلې لوبغاړي چاهل دی چې په دولس لوبو کې یې یوویشت وېکټې خپلې کړې دي او په درېیم مقام هم یو هندی لوبغاړی چاولا دی چې په دولس لوبو کې نولس وېکټې لري.

د هند د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن دوې لوبې دي، سنرایزرز حیدراباد له لکنهو سوپر ګینټس سره مخامخېږي او په بله لوبه کې ډیلي کپیټلز له پنجاب کنګز سره سیالي کوي.