امريکا په خليج کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي

په خلیج کې امریکايي ځواکونه

د امریکا متحده ایالتونه غواړي، په خلیج کې خپل پوځي حضور وروسته تر دې پیاوړی کړي چې ایران په وروستیو میاشتو کې تجارتۍ بېړۍ د فارس خلیج په اوبو کې ګرځولې او تهدید کړې دي.

امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په بحرین کې د دوی په یوه پوځي مرکز کې پر دې کار روان دی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو او الوتکو ګزمې زیاتې کړي.

د امریکایي کښتیو قوماندان براډ کوپر په یوه بیان کې وویل چې په غیرقانوني او غیرمسوولانه توګه د ایران له لورې د سوداګرو د کښتیو د ګرځولو او نیولو مخه باید ونیول شي.