ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړی

ارشیف: د ترکمنستان د مرستو محمولې چې وروستیو میاشتو کې یې افغانستان ته لېږلي دي.

ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې په دې مرستو کې روغتیایي مواد او جامې شاملي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې د ترکمنستان یو شمېر روغتیایي کارکوونکي هم د هرات په تورغونډۍ ولسوالي کې هغه روغتیایي مرکز ته استول شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې ترکمنستان جوړ کړی و.