بدخشان کې د موټر اوښتو پېښه کې ۷ کسان مړه او ۲۱ ټپيان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.

باختر اژانس د سیمې د خلکو په وینا خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د خاش په ولسوالۍ کې یو موټر چې واده ته روان و چپه شو.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي سبب د لارو خرابوالی او د موټروانانو بې پروایي بلل کېږي.