عمران خان تر خوشې کېدو وروسته لاهور ته روان شوی

خان تېره شپه لاهور ته تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل، پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، د لاهور پر لور روان شو.

ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل، پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و.

بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی.

سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی.

د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې.

اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکوي چې د مظاهرو په ترڅ کې په پاکستان کې نږدې درې زره کسان نیول شوي دي او تر دوه سوه ډېر پولیس ټپیان شوي.

د وژل شویو مظاهره‌چیانو په برخه کې دقیقې شمېرې لا هم نه‌دي خپرې شوي.