ايران سره پر پوله د لانجې د حل هڅې؛ طالبانو او ايراني پلاوي ليدنه کړې

د اسلام کلا بندر یوه څنډه

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې د وروستۍ لانجې په اړه د خبرو لپاره له ایراني سرحدي ځواکونو سره د طالبانو د پلاوي د لیدنې خبر ورکوي.

دفاع وزارت په یو بیان کې چې بېګا یې خپور کړ ویلي چې ایراني ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې په سرحدي صفري ټکو کې سرک جوړ کړي، خو په اسلام کلا بندر کې د طالبانو کنډک یې مخه نیولې ده.

دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۷ نمبر الفاروق قول اردو د سرحدي لوا له مشر او نورو چارواکو سره د ایراني ځواکونو په پرونۍ کتنه کې له ډیپلوماتیکو لارو د لانجې د حل او د مسلکي انجنیرانو په وسیله د ګډو سرحدي ټکو د ټاکلو پر اړتیا ټینګار وشو.

له ایران سره د اسلام کلا بندر له دې مخکې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د څو نښتو شاهد هم و.