ملګري ملتونه: په چاد کې د مرستې لپاره څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د سوډان د جګړې کډوال

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په چاد کې د دوه میلیونه او ۳ لکه تنو لپاره څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

په دغو کسانو کې لسګونه زره سوډاني کډوال هم شامل دي.

په چاد کې د ملګرو ملتونو د دې ادارې مسوول پییر هونورات پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل، په دغه هېواد کې د زیانګالو لپاره د خوراکي موادو د برابرولو په خاطر فوري مالي مرستې ته اړتیا لري.

په سوډان کې د القتاح البرهان په مشرۍ د اردو او د محمدحمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو په نوم د ملېشو ترمنځ د نښتو درې اوونۍ وځي.

په دې موده کې له سوډان څخه تر ۳۰ زره ډېر کسان چاد ته کډوال شوي دي.