د افغان کرکټ بورډ ځیني پخواني چارواکي د آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه ډېره کمه بللې ده.
له دې ډلې د کرکټ بورډ پخواني اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي په خپل ټوېټر لیکلي چې د آی سي سي له خوا افغانستان ته پر ځانګړې شوې بودیجې خواشینی دی او دی په دې تمه و چې وګوري په کوم اساس افغانستان ته دا لږه بودیجه وړاندیز شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا پرون د خپلو دایمي غړیو لپاره د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو په مخه کلنۍ بودیجې ځانګړې کړه.
افغانستان ته تر ټولو کمه بودیجه ټاکل شوې ده.
افغانستان به د آی سي سي له عوایدو یوازې دوه اعشاریه اته فیصده ترلاسه کوي چې ۱۶ میلیونه او ۸۲۰ زره ډالره کېږي.
هند بیا نږدې ۳۹ فیصده بودیجه لري چې ۲۳۱ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
شفیق ستانکزي استدلال کړی چې افغانستان د نړیوالو ستورو لوبغاړو د لرلو، د لوبو د ترسراوي او ګڼو نورو تخنیکي مسایلو په برخه کې تر دې د ډېرې بودیجې مستحق و.