طالبان: تر اوسه د ځوانو نجونو د زده کړو شرایط نه دي رامنځته شوي

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا وایي، تر اوسه په افغانستان کې هغه شرایط نه دي رامنځته شوي چې ځوانې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د پرانيستلو په مناسبت غونډه کې کړي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې نوموړي د ټولو نجونو پر مخ بیا د ښوونځیو د دروازو د پرانيستلو لپاره د څه ډول شرایطو د رامنځته کېدو ویلي، خو له دې مخکې هغه او د طالبانو نورو چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو د زده کړې د بهیر د بیا پیلېدو لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع شوي او هم یې پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت همدارنګه څو اوونۍ مخکې په کندهار او هلمند کې د نجونو پر مخ سیمه ییز ټولګي چې چارې یې د مؤسسو له خوا مخته وړل کېدې، هم وتړل.