روسيه کې د سياسي بندي 'الکسي ناوالني' د نازک روغتيايي وضعيت خبر ورکړل شوی

د روسیې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې اوس په زندان کې دی.

له شکنجې سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له روسیې غوښتي چې سیاسي مخالف الکسي ناوالني ته د زندان دننه د بېړنۍ او هر اړخیزې درملنې زمینه برابره کړي.

الیس ایدوارد پرون چهارشنبه دغه غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې د ناوالني د نازک روغتیایي وضعیت په اړه راپورونه خپاره شول.

ایدوارد ویلي، له ادعا سره سم په ۷ میاشتو کې یوولس ځله په یوه سلول کې د ناوالني اچول، مناسب کار نه‌دی او په خبره یې دا یو ډول شکنجه ده.

د ناوالني پلویانو ویلي چې هغه د معدې له درده کړېږي او دوی ادعا کوي چې دا ممکن هغه ته د زهري موادو له ورکړې وروسته پیدا شوی وي.

د روسیې د رژیم سیاسي مخالف الکسي ناوالني په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه زنداني شو چې جرمني کې تر درملنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو.