محکمې 'عمران خان' ته ۸ ورځې په توقيف کې د پاتې کېدو خبر ورکړی

عمران خان پرون امنیتي ځواکونو ونیو چې دا پېښه د پاکستان په اکثرو سیمو کې د خونړیو مظاهرو سبب شوه او حکومت مجبوره شو چې د پاکستان په ځینو برخو کې پوځیان ځای پر ځای کړي.

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې اعلان وکړ چې عمران خان به د اداري فساد د تور په قضیه کې اته ورځې په توقیف کې پاتې شي.

مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون امنیتي ځواکونو ونیو چې دا پېښه د پاکستان په اکثرو سیمو کې د خونړیو مظاهرو سبب شوه او حکومت مجبوره شو چې د پاکستان په ځینو برخو کې پوځیان ځای پر ځای کړي.

عمران خان پر ده د اداري فساد لګېدلي تورونه رد کړل.

تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې د لږ تر لږه څلور کسانو د وژلو او شاوخوا اووه وېشت نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د دې ایالت په بنو کې مظاهره‌چیانو پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کړی او د چاوڼۍ دروازې ته یې اور ورته کړی دی.

په پنجاب کې بیا امنیتي ځواکونو نږدې زر تنه مظاهره‌چیان نیولي دي.