عمران خان نن محکمې ته حاضرېږي

عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه جنرال یې پر ځان د تېر میلادي کال په ناکام برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

ټاکل شوې چې د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان نن د قاضیانو پر وړاندې یوه محکمه کې راڅرګند شي.

عمران خان چې د فساد د تورونو په قضیه کې پرون د اسلام اباد په عالي محکمه کې د پولیسو له خوا ونیول شو، نیول کېدو یې په دې هېواد کې قهرجن اعتراضونه راپارولي دي.

د عمران خان پلویان پرون په بېلابېلو ښارونو کې لارو او سړکونو ته راووتل او له امنیتي ځواکونو سره لاس ګرېوان شول.

په کراچۍ او لاهور کې پولیسو د معترضانو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو پایپونه وکارول.

معترضانو په راولپنډۍ کې د پوځ قرارګاه کلابنده کړه او په اسلام اباد، پېښور او نورو ښارونو کې یې سړکونه بند کړل.

همدا راز د پاکستان په لویو ښارونو کې مخابراتي خدمات بند دي.

همدا راز د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب پر ټولنیزو شبکو هم محدودیت لګېدلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د احتساب د ملي ادارې له خوا وروسته له هغې ونیول شوچې نوموړي د فساد په جلا قضیه کې د دې ادارې احضاري له پامه غورځولې وې.

عمران خان ویلي، پر ده لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.

عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه جنرال یې پر ځان د تېر میلادي کال په ناکام برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

د پاکستان پوځ دا تور رد کړی دی.