د فرانسې پارلمان د تروریستي ډلې په توګه د واګنر د نومولو غوښتنه کړې

په روسیې کې د واګنر شرکت مرکزي دفتر

د فرانسې پارلمان پرون سې شنبه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له اروپایي ټولنې غواړي چې د روسیې د اجیرو وسله والو ډله واګنر دې رسماً تروریستي ډله ونوموي.

دغه پرېکړه لیک چې اجرایي نه، بلکه سمبولیکه بڼه لري، په پارلمان کې په یوه خوله تصویب شو.

د دغه پرېکړه لیک طراح د واکمن ګوند غړي بینجامین هډډیډ وویل، دی هیله من دی چې دغه اقدام د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي وهڅوي چې واګنر رسماً د ترویستي سازمانونو په لېست کې شامله کړي.

هغه پارلمان ته وویل، د واګنر غړي چې هر چېرې کار کوي، بې ثباتي او تاوتریخوالی خپروي.

د راپورونو له مخې روسیې د اوکراین په جګړه کې د واګنر ډلې له وسله والو کار اخیستی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د فرانسې له پارلمان څخه مننه کړې او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې همدا لاره خپله کړي.