کولالي؛ لا هم په کندهار کې تود بازار لري

کولالي په کندهار کې یو پخوانی صنعت دی چې اوږده سابقه لري او لا هم د ودې په حال کې دی.
منګي، د پخلنځي لوښي او ګلدانۍ په کندهار کې د کولالي تر ټولو ډېر پلورل شوي محصولات دي.
د کندهار ښاريان په ځانګړې توګه د ولسواليو اوسېدونکي له دغه صنعت څخه په ډېرو چارو کې ګټه اخلي.

د کندهار ښار په پرتله د ولسوالیو اوسېدونکې خاورین لوښي د پلاستيکي، نکلي او ناشکن په پرتله زیات خوښوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، له خټو جوړو شویو لوښو کې اوبه او خواړه خوند کوي.
دوی وايي، په خټین منګي کې اوبه یښېږي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې لوښو کې شوروا ښه خوند کوي او د پلاستیکي او نکلي لوښو په پرتله ترې ډېره استفاده کوي.

 

په کندهار ښار کې د کولالي صنعت ځایونه تر ډېره د ښار په هغو سیمو کې دي چې هلته کورونه دي او خلک یې لوګي یا دود په تنګ کړي دي.
د کولالي توکو د خرڅلاو دغه دوکانونه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې دي.

د کندهار ښار په زړه کې دغه کولال د یوه لوښي د جوړولو پر مهال.
دی لومړی خاوره لمدوي او بیا یې ښه ګډوډوي څو غوټې یې اوبه شي. 
د خټې له جوړولو وروسته کولال بیا دغه خټه په هغو قالبونو سره رانغاړي چې په پایله کې یې خټین لوښی جوړېږي.
کله چې لوښی جوړ شي، له وچېدو وروسته یې بیا دوی په ځانګړو رنګونو ډیزاینوي.

کله چې کولال له خټو جوړ شوي دغه لوښې جوړ کړي نو له هغې وروسته یې بیا د بېلابېلو رنګونو په واسطه ډیزاینوي چې د خلکو د پام وړ وګرځي.
کولالان وايي، هر څومره چې لوښي ښه ډیزاین شي نو مشتریان یې زیات وي.

د کولالي لوښو دغه دوکان د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري.
دلته له خټو جوړ شوي بېلابېل توکي خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

کولالي یو تل پاتې هنر دی چې له پخوانیو زمانو څخه ژوندی پاتې دی.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په دغه صنعت کې هم یو شمېر خلک بوخت دي او له دې لارې خپل لګښت برابروي.

د کندهار ښار کولالان وايي، د ځای نه شتون یې ستونزې زیاتې کړې دي.
نظر محمد چې کلونه کېږي کولالي کوي وايي، د کندهار ښاروالۍ دې ورته د استوګنې له سیمې لرې مناسب ځای ورکړي.
د کندهار ښاروالۍ وايي، په ډنډ ولسوالۍ کې د کولالانو لپاره یې ځانګړې سیمه ټاکلې چې د اداري چارو له بشپړېدو وروسته به له پنځلسمې ناحیې وروسته دوی هلته ولېږدول شي.