د نیویارک یوې محکمې پرېکړه کړې چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر امریکایۍ لیکوالې الیزابت جان کارول په نوییمه لسیزه کې جنسي تېری کړی او بیا یې هغې ته د دروغجنې په ویلو سره نوموړې بدنامه کړې.
په دې قضیه کې د قاضیانو د نهه کسیزې ډلې پرونی حکم د ټرمپ لپاره چې د راروان ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ځان کاندید کړی یو لوی په شاتګ بلل کېږي.
قضايي پلاوي په یوه خوله د مېرمن کارول لپاره د پنځه میلیون ډالره تاوان غوښتنه کړې.
۷۹ کلنې کارول چې پر ټرمپ د جنسي تېري تور لګولی، ویلی یې دي چې هغه په ۲۰۲۲ کال کې پر ټولنیزو شبکو په خپلو تبصرو کې د دې نوم بد کړی دی.
ټرمپ دا حکم غندلی او شرموونکی یې بللی دی.