د خبریالانو کمېټې په خوست کې د نيول شويو خبریالانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه

په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې یا سي پي جی په افغانستان کې د څلورو نیول شویو خبریالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د افغان ژورنالېستانو مرکز پرون په خوست کې د ۴ رسنیو د مشرانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د دې مرکز د بیان له مخې د غرغښت تلوېزیون مشر سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مشر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مشر پامیر اندېش او د نن راډیو یو خبریال عبدالرحمن اشنا پر موسیقۍ د لګېدلي بندیز د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د خبريالانو د ملاتړ کمېټې چې مرکز یې په نیویارک کې دی له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو ځورول او وېرول سمدستي بند کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز هم د دې کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني ویلي چې دا کسان نیول شوي نه دي، بلکې د ځینو مسایلو د شریکولو لپاره وربلل شوي دي.