د بریتانيا حکومت افغانستان ته د سفر په تړاو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

ارشیف: د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر ناوړه بللی دی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول د هوايي ډګرونو په شاوخوا کې د تروریستي حملو جدي خطر شته.

د بریتانیا حکومت وايي، د مذهبي مرکزونو په منځ او شاوخوا کې د روژې میاشتې په څېر د تروریستي حملو لوړ خطر شته.

بریتانیا خپلو وګړو ته ویلي، افغانستان ته سفر کول خورا خطرناک دی.

دغه حکومت په خپله اعلامیه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د بریتانیا قونسلګري نه‌شته او نه‌شي کولای چې برتانوي وګړو ته لازم خدمات وړاندې کړي.