د عمران خان له نيول کېدو وروسته د هغه د پلويانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د شخړو یو انځور

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه ورکړل شوي دي.

عمران خان نن په اسلام‌اباد هغه مهال ونیول شو چې د فساد د څو تورونو په قضیه کې د سپیناوي لپاره یوې محکمې ته ورغلی و.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي مشر فواد چودري نن وویل، مخکینی صدراعظم د اسلام‌اباد د عالي محکمې له ودانۍ د احتساب د ملي ادارې د کارکوونکو له‌خوا د ځانګړیو پولیسو یوه موټر ته واچول شو.

چودري د عمران خان نیول کېدل یرغمل کېدو ته ورته بللي دي.

هغه ویلي چې د عمران خان د نیول کېدو پر مهال یو شمېر وکیلان او عام خلک وهل ټکول شوي دي.

د اسلام‌اباد پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې عمران خان پر هغه د فساد د لګېدلو تورونو د یوه مهم تور په تړاو نیول شوی دی.