په کندهار کې ماین چاودنې درې ماشومان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار ښار کې د یوه ماین چاودنې درې ماشومان وژلي.

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا پېښه بېګا ناوخته په پنځمه ناحیه کې شوې ده.

د چارواکو په وینا قربانیان دوه ورونه او یوه خور وو چې په یوه تش کور کې یې چې تازه خلک ترې کډه شوي وو چې قنداني ته په ورته ماین لوبي کولې او د چاودنې پرمهال درې واړه وژل شوي.

چارواکو نه دي ویلي چې له دې کوره کډه شوي خلک څوک وو او ماین څرنګه هلته ترې پاتې شوی وو.