ویلتنګرهیلف موسسه: په افغانستان کې د مرسته رسونې چارو ته دوام ورکوو

ارشیف: بې وزله افغانانو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د جرمني یوې غیرانتفاعي موسسې ویلي، د طالبانو له محدودیتونو سره سره په افغانستان کې د مرستو رسونې چارې ته دوام ورکوي.

د ډي پي اې اژانس د راپور له مخې د ویلتنګرهیلف په نوم دغې موسسې پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

دغې موسسې ویلي، کله چې په تېره دسمبر میاشته کې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، دوی د لنډمهال لپاره، یعنې د فبرورۍ تر نیمایي پورې خپلې پروژې وځنډولې.

دغې موسسې ویلي، له اسلام پلوه چارواکو سره تر خبرو وروسته هوډ لري دا ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې محلي ښځو او نجونو ته رسېږي.

خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه موسسه له افغانانو سره چېرته او څه ډول مرسته کوي، خو اندېښنه ښودل شوې چې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو له بندیز وروسته په افغانستان کې لوږه او بې وزلي د هېرېدو له خطر سره مخامخ ده.