په افغانستان کې له ۱۲ زره ډېر ماشومان پر تلاسیميا ناروغۍ اخته دي

ارشیف: په خوست کې په تلاسیميا ناروغۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره داسې ماشومان ثبت دي چې په تلاسیميا اخته دي.

د دغه بانک رییس ډاکتر محمد ناصر صادق پرون په کابل کې د تلاسیميا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: "د وينې ملي بانک په ټول هېواد کې دغو ناروغانو ته په يو شمېر مرکزونو کې ٩٦ زره اته سوه څلوروېشت واحده وينه وېشلې ده."

ډاکتر صیاد زیاته کړه چې د تلاسیميا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د وینې اخیستل په بدن کې د اوسپنې اندازه زیاتوي او د کمولو لپاره یې درمل ګران دي.

تلاسیميا چې یوه موروثي ناروغي ګڼل کېږي، له مور او پلار څخه ماشوم ته سرایت کوي او د مخنیوي لپاره یې سپارښتنه کېږي چې له نږدې خپلوانو سره له واده ډډه وشي.