میرضایف په ازبکستان کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې اعلان کړې

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف په دې هېواد کې د ولسمشرۍ له وخته مخکې انتخابات اعلان کړي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ازبکستان په اساسي قانون کې د اپرېل په دېرشمه د یوې ټول‌پوښتنې په ترڅ کې بدلون راغی.

د دې بدلون له مخې د ولسمشر د واکمنۍ دوره له پنځو کلونو اوو کلونو ته لوړه شوې.

د نویو انتخاباتو نېټه تراوسه نه‌ده اعلان شوې، خو د ازبکستان د قوانینو له مخې انتخابات د ښاغلي میرضیایف له ننني اعلان وروسته په دوو میاشتو کې دننه باید ترسره شي.

میرضیایف د دې اعلان پرمهال وویل چې دی، د خپلې ولسمشرۍ د اوسنې دورې له پاتې درې نیم کالو څخه په خپله خوښه لاس اخلي.