د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر ځینو مسایلو موافقه کړې

د سپین بولدک دروازه

افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د سوداګرۍ اړیکي به پراخوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو فعالیتونه به راکموي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن پاکستان ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.

متقي پرون د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په اسلام آباد کې وکتل.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمختګ، د تروریزم پرضد مبارزه او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د دې موافقې مهم اهداف دي.

په اسلام آباد کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دواړو خواوو پر دې هم خبرې کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه باید په کال کې درې میلیارد ډالر ته لوړه شي.

متقي او زرداري له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو له وزیر چن ګَنګ سره هم په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.