د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی

په هرات کې د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون انځور - 07 February 2022

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د ښځو د صنايعو خونې سره هوکړه‌ليک لاسليک کړی چې په سوداګرۍ برخه کې د افغان مېرمنو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، د دې هوکړه‌ليک له مخې به د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د افغان سوداګرو مېرمنو ملاتړ کوي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د افغانستان د ښځو د صنايعو خونې ترمنځ د هوکړه‌ليک د لاسليک کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د افغان سوداګرو مېرمنو سوداګريزې چارې تر بل هر وخت اغېزمنې شوي دي.