د افغانستان او پاکستان پر پوله د شخړو د کمېدو هوکړه شوې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د روغبړ پر مهال

افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د سوداګرۍ اړیکي به پراخوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو فعالیتونه به راکموي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن پاکستان ته خپل څلورورځنی سفر پای ته ورساوه.

متقي پرون د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په اسلام آباد کې وکتل.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمختګ، د تروریزم پرضد مبارزه او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د دې موافقې مهم اهداف دي.

متقي او زرداري له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو له وزیر چن ګَنګ سره هم په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.