سربیا کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته د پوهنې وزیر استعفا کړې

د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ

د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ په ټویټر کې اعلان کړی چې خپله استعفا یې صدراعظمې انا برنابیچ ته وړاندې کړې ده.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې تېره چهارشنبه د پلازمېنې بلګراد په یوه ښوونځي کې د ډزو په نتیجه کې اته زده‌کوونکي او د ښوونځي یو ساتونکی ووژل شول.

روژیچ چې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ویلي چې دی به د ژوند تر پایه د ښوونځي د پېښو ځوروونکي تصويرونه په ذهن کې ولري.