د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې بیا جګړه شوې

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د روانو جګړې یو انځور

پرون یکشنبه هم د سوډان د پلازمېنې خرطوم په جنوب کې د نښتو غږونه اورېدل کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان د جګړې ښکېلو لوريو د بحثونو لپاره په سعودي عربستان کې سره وکتل.

نړیوال منځګړي هیله‌من دي چې په سوډان کې د درېیو اوونیو هغه جګړه پای ته ورسوي، چې له کبله یې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په نوښت دغه پیل شوې خبرې د سوډان د جګړې د ختمولو لپاره لومړۍ جدي هڅه ګڼل کېږي.

دغه جګړه د پوځ او د چټک د ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو ترمنځ روانه ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، تر مذاکرو مخکې خبرې چې د شنبې په ورځ پیل شوي، تمه کېږي په راروانو ورځو کې د بشري مرستو برابرېدو لپاره د یوه اوربند سبب شي.

د سعودي عربستان الاخباریه تلوېزیون پرون ویلي، سعودي عربستان سوډان ته د بشري مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالره برابر کړي دي.

په سوډان کې د روانې جګړې له کبله د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ اوښتی دی.