بايډن: کانګرس دې پر نيمه اتومات ټوپکو بنديز ولګوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په تکزاس ایالت کې د شنبې د ورځې د ډزو له خونړۍ پېښې وروسته له کانګرس څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې پر نیمه اتومات ټوپکونو دې بندیز ولګوي.

له دا ډول وسلې څخه د تکزاس په پېښه کې چې د ماشومانو په ګډون اته تنه په‌کې ووژل شول، کار اخیستل شوی و.

ولسمشر بایډن د دغې پېښې یوه ورځ وروسته امر کړی چې ټول بیرغونه دې نیمه ځوړند وي.

دا پېښه د تکزاس ایالت په شمال دالاس ښار کې په یوه مارکېټ کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر وسلو سمبال یوه کس له خبرداري پرته پر خلکو ډزې پیل کړې.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې ډېره لیرې برېښي چې په کانګرس کې دې پر دغو وسلو بندیز ولګول شي، ځکه اکثریت جمهوري غوښتونکي له دا ډول محدودیت لګولو مخالف دي.