له ۱۲ کلن ځنډ وروسته سوريې بېرته د عربي هېوادونو غړيتوب ترلاسه کړ

د عرب لیګ د یوې ناستې انځور

د عربي هېوادونو استازیو پرون یکشنبې د قاهرې په غونډه کې له عرب لیګ سره د سوریې بېرته یو ځای ته مثبته رایه ورکړه.

په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب له دولس کلونو راهیسې ځنډول شوی و.

دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې لوړپوړو ډیپلوماتانو په اردن کې کتلي او عربۍ نړۍ ته د سوریې د بېرته ستنولو لپاره د لارې نقشې پر یوه چوکاټ يې خبرې ترسره کړي دي.

ټاکل شوې چې سعودي عربستان به د مې په نولسمه د عرب لیګ د سرمشریزې کوربه وي.

په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د معترضینو د پراخې ځپنې په وړاندې غبرګون کې وځنډول شو.

له هغې وروسته په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه چې په نتیجه کې یې نږدې نیم ميلیون وګړي وژل شوي او نیمایي نفوس یې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوی دی.