اروپايي ټولنه: افغانستان د بشري بحران او طبيعي افتونو له سخت خطر سره مخ دی

ارشیف: په کابل کې د اوبو کمښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. دغه ښځې له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي، افغانستان د بشري بحران او طبيعي افتونو له اړخه له تر ټولو جدي خطر سره مخامخ څلورم هېواد دی.

دغه دفتر نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې اټکل کېږي اقلیمي بدلون به د خلکو پر ژوند نور فشارونه هم راولي.

د اروپايي ټولنې د دې دفتر د ټویټ له مخې د وچکالۍ او سېلابونو په څېر د نورو طبیعي افتونو خطر کولی شي د افغان وګړو وضعیت لا خراب کړي.

د اوبو متخصصانو او ځینو څېړنیزو بنسټونو ویلي، افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې په ۲۰۲۱ کال کې ویلي، د پلازمېنې کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۲ متره ټیټه شوې ده.

مرستندویو بنسټونو ویلي، وچکالۍ او اقتصادي بحران په افغانستان کې د بې‌وزلۍ سطحه لوړه کړې او دا مهال څه باندې ۲۸ ميلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.