د امریکا تکزاس کې یوه وسله وال ۸ کسان وژلي

په تکزاس کې د شوې پېښې سیمه کې پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تکزاس ایالت د الن ښار په یوه شاپنګ مال کې پرون شنبه یوه وسله وال سړي په ډزو سره ۸ کسان وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.

اسوشېټېډپریس اژانس د چارواکو په حواله ویلي، حمله کوونکی وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

چارواکو لا هم د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو عیني شاهدانو ویلي چې په قربانیانو کې ماشومان هم شته.

عیني شاهدانو ویلي چې دوی یو بل تن یې هم لیدلی چې یا ظاهراً پولیس یا هم د شاپنګ مال ساتونکی و، چې په بېسد حالت کې پر ځمکه پروت و.

تېره اوونۍ هم د تکزاس په کلیويلند کې یوه کس په ډزو سره پنځه کسان هغه وخت ووژل، چې لومړی یوه ګاونډي ورڅخه غوښتنه وکړه، چې هوايي ډزې دې نه کوي، ځکه ماشوم یې ویده دی.