د جاپان صدراعظم جنوبي کوریا ته رسېدلی

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا نن یکشنبه جنوبي کوریا ته ورسېد.

جنوبي کوریا او جاپان هڅه کوي چې په خپلو کې ډیپلوماتیکې اړیکې په داسې حال کې بېرته ورغوي چې د شمالي کوریا له اټومي ګواښونو او د چین له زیاتېدونکي قاطعیت سره مخامخ دي.

د کشیدا الوتکه نن د سیول پر هوايي ډګر کښېناسته او دا په تېرو دوولسو کلونو کې لومړی وار دی چې د جاپان یو رهبر جنوبي کوریا ته رسمي سفر کوي.

د ختیځې اسیا دغه هېوادونه، چې دواړه د امریکا د متحدو ایالتونو امنیتي متحدان دي، د ځینو تاریخي مسایلو له مخې په خپلو کې اختلافات لري.

یوه موضوع د جنسي غلامۍ او جبري کار په ګډون د جاپان له خوا له ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۴۵م کاله پورې د کوریا ټاپووزمې ظالمانه اشغال و.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له جاپان سره د اړیکو بیا پیل د خپلې ادارې په لومړیتوبونو کې شامل کړ او په مارچ میاشت کې یې توکیو ته سفر کړی و.