د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا د سولې انسټېټوټ څرګندونې

په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي

د امریکا د متحدوایالتونو د سولې انسټېټوټ وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې حکومت یې کوم بل هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

دغه انسټېټوټ پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، د رسمیت نه پېژندلو موضوع هم د طالبانو چلند نه‌دی بدل کړی.

د طالبانو پر حکومت د هغه د توند دریځ له کبله انتقادونه کېږي چې د ښځو او نجونو پر تعلیم، تحصیل او کار یې محدودیتونه لګولي دي.