ګانګ: طالبان دې د تروریزم او تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ وايي، هېواد یې له طالبانو غواړي چې د تروریزم او او تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.

د چین د رسنیو په وینا، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون په اسلام‌اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان مقتي سره په کتنه کې دا خبره کړې ده.

ګانګ ویلي، طالبان دې د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ په ګډون د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي او د چین دغه راز په افغانستان کې د چین د وګړو او ادارو خوندیتوب یقیني کړي.

د تېر کال ډسمبر میاشت کې د کابل په شهرنو کې پر لونګان نومي هوټل برید وشو، چې تر ډېره چینايي وګړي په‌کې اوسېدل.

چین د خپلو پنځو وګړو ټپيانېدل تایید کړي وو.

د هغې حملې مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه.