اوکرايني چارواکو په فضا کې د یوه روسي توغندي د ويشتلو خبر ورکړی

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د اوکراین هوايي ځواک پرون شنبه ادعا وکړه چې د روسیې یو هایپرسونیک میزاییل یې د پلازمېنې کییف پر فضا ویشتلی دی.

د دې توغندي سرعت تر غږ چټک دی چې د امریکا د پاټرویت په نوم د هوايي مدافع په دستګاه ویشتل شوی دی.

د اسوشېټېډپریس اژانس په وینا، دا لومړی وار دی چې اوکراین توانېږي د مسکو تر ټولو عصري میزاییل نسکوروي، هغه هم د امریکا له مدافع دستګاه په استفاده.

د اوکراین د هوايي ځواک قوماندان میکولا اولیش چوګ پر ټلېکرام کې لیکلي چې دغه میزاییل څو ورځې مخکې ویشتل شوی دی.