په یونان کې د رېلګاډو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو پر مړینه اعتراض وشو

ارشیف

شاوخوا ۳۰۰ کسان پرون د یونان په مرکزي ښار لاریسا کې سره راغونډ شول او د ۵۷ کسانو پر مړینه یې اعتراض وکړ.

دغه شمېر کسان په فبروري میاشت کې د دوو رېلګاډو د ټکر په نتیجه کې مړه شول، چې دغه هېواد ته یې ټکان ورکړ.

په یونان کې تر عمومي ټاکنو دوې اوونۍ مخکې د قربانیانو خپلوانو د لاریسا په مرکزي برخه کې لاریون وکړ، له ځانونو سره یې تور رنګه شمعې او شعارونه لېږودول چې ورباندې لیکلي وو: "هغه ۵۷ ارواګانې مې هېرې نه‌دي، چې د عدالت په لټه کې دي."

لاریونوالو خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه، هغه دا چې د دې پېښې علت دې روښانه او د لوړ رتبه چارواکو په ګډون دې ملامت کسان مجازات شي.

د فبروري میاشتې پر ۲۸مه دوه رېل‌ګاډي په داسې حال کې ټکر شول، چې څوکیلومتره پر عین رېل‌لار روان وو.