اوکراین او روسیې یو شمېر بندیان سره تبادله کړي

د اوکراین او روسیې د بندیانو د تبادلې له بهیره یو انځور

اوکرایني او روسیې چارواکو نن د ځينو بندیانو د تبادلې خبر ورکړ.

کيیف وايي، ۴۵ سرتېري يې د راتګ په حال کې دي او مسکو هم ویلي، درې پیلوټان يې بېرته مسکو ته ستانه شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د دفتر رییس اندري ایرماک پر خپل ټیلګرام لیکلي، د راستنو شویو سرتېرو ۴۲ يې هغه دي چې په ماریوپول کې د فولادو د فابریکې له دفاع څخه د راستنېدو په حال کې وو.

د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې پیلوټان يې د یوې پېچلې مذاکرې وروسته هېواد ته راستانه شول.