ايران يو ايراني الاصله سویډنی اعدام کړ

اسیود ایراني الاصله سویډنی دی چې دوه کاله مخکې د ترکیې له یوه هوایي ډګره تری تم شو او نن سهار په ایران کې اعدام شو.

ایران وایي چې نن سهار یې حبیب چعب مشهور په حبیب اسیود په تهران کې اعدام کړ.

اسیود ایراني الاصله سویډنی دی چې دوه کاله مخکې د ترکیې له یوه هوایي ډګره تري تم شو.

دی د نضال په نوم د یوه غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه دی چې دې ډلې ته ایران د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

د نضال غورځنګ بیا په ایران کې په مسلحانه عملیاتو کې لاس لرل ردوي او وایي چې په ایران کې یې هدف د عربانو د حقونو دفاع ده.