مککال د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښوده

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې مشر مایک‌ مککال

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې.

دا لیک چې پرون د دې کمېټې د مشر مایک‌ مککال له‌خوا انټونیو ګوټېرېش ته لېږل شوی او د ډیموکرات ګوند ملاتړ هم لري په کې لیکل شوي، له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌وو سره د بشري مرستو د دوام په اړه خپل مخالفت ته دوام ورکړي.

په دې کې لیک کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې تر دې مخکې هېڅ رژیم د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه نه‌ده نیولې.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې افغان ښځې له کار کولو منع کړې.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په لیک کې زیاته شوې، دا بندیز د افغان مېرمنو بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او په ټول افغانستان کې ډېرې اړینې بشري هڅې له خطر سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو د کمېټې د مشر په لیک کې یادونه شوې چې دا پرېکړه به په افغانستان او د ملګرو ملتونو په اعتبار تلپاتې اغېزې ولري.