نن د بریتانيا د پاچا د تاج اېښودنې مراسم ترسره کېږي

د بریتانیا پاچا درېیم چارلز

ټاکل شوې ده چې نن د بریتانیا د پاچا درېیم چارلز د تاج پر سرولو رسمي مراسم ترسره شي.

د پاچا چارلز مور ملکه دویمه الیزابت پروسږ کال په سپتمبر کې مړه شوه او له تېرو اوه میاشتو راهیسې یې زوی پاچا دی.

په پام کې ده چې د تاج پر سرولو ځانګړي مراسم نن په لندن کې په ویسټ مینسټر ماڼۍ کې ترسره شي.

چارلز فلیپ جورج څلور اویا کلن دی او د ویلیم او هري په نوم دوه زامن لري.