طالبانو له ايرانه د سرطاني ناروغيو د تشخيص برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

په کابل کې د جمهوریت روغتون

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ایران څخه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرون رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان وایي، قلندر عباد د ایران د ولسمشر له مرستیالې انیسې خزعلي سره لیدلي او له هغې سره یې د خبرو پر مهال د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د همکارۍ په تړاو خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د سرطان ناروغیو لپاره نه ډاکتران شته او نه هم طبي پرسونل.