د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په۴۸مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز- راجستان رایلز لوبډلې ته د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د جمعې ماښام ناوخته ترسره شوه، راجستان د ټولو وېکټو په تاوان د ۱۱۹ منډو هدف ټاکلی و.
د راجستان په توپوهونکو کې لوبډلمشر سانجو سامسون تر نورو زیاتې ۳۰ منډې کړې وې.
ګجرات لوبډلې ته په توپ اچونه کې بیا هم افغان توپ اچونکو راشدخان او نوراحمد په ترتیب سره ۳ او دوه لوبغاړي وسوځول.
ګجرات ورکړل شوی هدف د یوې وېکټې په سوځېدو په ۱۴م اور کې پوره کړ.
یادې لوبډلې ته ساها ۴۱، هاردیک پانډیا ۳۹ او شبمن ګیل۳۶ منډې وکړې.
راشدخان چې په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې وې او ۳ ویکټې یې اخستې وې د لوبې د غوره او اړخ بدلونکي لوبغاړي جایزې یې وګټلې.
دا په سږني پړاو کې دویم ځل دی چې راشدخان دا جایزې ګټي.
خان اوس د وېکټو اخيستونکو په لړ کې هم مخکښ دی او له محمدشامي سره یې یو شان ۱۸ وېکټې اخيستي دي.
ګجرات لوبډله اوسمهال د نومرو په جدول کې ۱۴ نومرې لري او په لومړي مقام کې ده.
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د مۍ په ۶مه نېټه دوه لوبې ترسره شي، په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګ له ممبي اینډینز سره او په دویمه لوبه کې رویال چلینجرز بنګلور له ډیلي کپیټلز سره سیالي کوي.