ملګري ملتونه: افغان نجونې او ښځې په سيستماتيک ډول ځپل کېږي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند یو انځور

د ملګرو ملتونو متخصصانو ویلي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې په سیستماتیک ډول ځپل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د بیانیې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او د ښځو او نجونو سره د تبعيضي چلند پر ضد د کاري ډلې مشر دورتي ایسترادا تنګ، افغانستان ته له خپل اته ورځني سفر وروسته د افغانو نجونو او ښځو د سیستماتیکو ځپلو په اړه خبرې کړي دي.

په بیانیه کې راغلي چې بېنيټ او ایسترادا تنګ د اپرېل میاشتې له ۲۷مې د مې میاشتې تر ۴مې نېټې په افغانستان کې وو.

په بیانیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

تر اوسه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د متحصصانو د موندنو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د بشري حقونو د نقض د راپورنو سربېره يې په دې اړه اندېښنې رد کړي دي.