په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو

په هند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې انځور

د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دې وزیرانو د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې د هند په ګوا ایالت کې جوړه شوې وه، د ښځو حقونو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو زیر اس جی شنکر په دې ناسته کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضیعت د دوی د توجه په مرکز کې دی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو سوکالۍ لپاره باید هڅه وشي.

دوی د افغانستان په اړه دا خبرې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست امیرخان متقي تر غونډې مخکې چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې وشي، کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، متقي نن جمعه د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د وزارت په بیانیه کې د دې سفر موخه د سیاسي او سوادګریزو اړیکه پراختیا ښودل شوې ده.

پاکستان ته د متقي سفر وروسته له هغې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو کمېټې توافق وکړ چې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره نوموړي ته د سفر اجازه ورکړل شي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امنیت شورا له ډېرې مودې راهیسې پر متقي د سفر بندیز لګولی دی.