د جرمني او ډنمارک دفاع وزيران د اوکرايني سرتېرو د روزنې مرکز ګوري

اوکرایني سرتېري

د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران بوریس پیستوریوس او ترویلس لونډ پولسن نن جرمني کې د اوکرایني سرتېرو د روزنې مرکز ګوري.

د جرمني د ختیځ په کلیځ پوځي ساحه کې د اوکراین دغه سرتېري د جرمني او ډنمارک له‌خوا د لئوپارډـ۱ په نوم د عمده جنګي ټانکونو د کارونې لپاره روزل کېږي.

د دې پوځي مرکز د دفاعي صنعت تخنیکران د دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کوي.

د هالنډ او ډنمارک تر څنګ جرمني د دې پوځي صنعت په ګودامونو کې د جنګي ټانکونو د جوړولو مالي مرسته کوي.

ویل شوي، د دې کتنې پر مهال به د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران له پوځي لارښودانو او اوکرایني سرتېرو سره خبرې هم وکړې.

دغه پوځي ساحه په جرمني کې د اوکراین د مرستندوی ماموریت لپاره د اروپايي ټولنې عمده مرکز ګڼل کېږي.

تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ اوکرایني سرتېري روزل شوي او تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه یې شمېر ۹۰۰۰ ته زیات شي.