په اردن کې د افغانستان سفارت بېرته پرانيستل شو

په عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي په اردن کې د افغانستان سفارت څخه د لیدنې پرمهال.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، د دوی په هڅو په اردن کې د افغانستان سفارت تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.

احمد جاوېد مجددي، نن جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په شام حوزه کې افغانان له قونسلي خدماتو بې برخې وو.

نوموړي وويل: "په تېرو دوو درېیو میاشتو کې مې څو ځلې اردن ته سفر وکړ، له پرون راهیسې په اردن کې پر دې موافقه وشوه، چې د سفارت دروازه رسماً د افغانانو پرمخ پرانیستل شي او تر دې وروسته دوی ته قونسلي او فرهنګي خدمات وړاندې کولی شو."

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د افغان سفارتونو او قونسلګریو چارې ټکنۍ شوې.