په سربیا کې یوه وسله‌وال بریدګر ۸ کسان وژلي

پېښه پلازمېنې بلګراد ته نږدې په ملادینواڅ سیمې کې شوې چې پولیس هم ور رسېدلي دي.

په سربیا کې یوه وسله‌وال بریدګر اته کسان په ډزو سره وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي دي.

پېښه پلازمېنې بلګراد ته نږدې په ملادینواڅ سیمه کې شوې ده.

د سربیا د کورنیو چارو وزارت وايي، مشکوک بریدګر چې یوازې په 'یو بي' U.B سره معرفي شوی، نیول شوی دی.

دا په ۴۸ ساعتونو کې په سربیا کې دویمه ډله‌ییزه وژنه ده.

د چهارشنبې په ورځ یوه ۱۳ کلن هلک د بلګراد په یوه ښوونځي کې اته ماشومان او یو ساتونکی په ډزو ووژل او ۷ نور یې ټپيان کړل.

پولیسو وروسته اعلان وکړ چې دا بریدګر هلک یې نیولی دی.